د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول
د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زدهکوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل.
لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د خوراکي ارزښت په اړه هم وضاحت ورکړ.
منرالي خښتې چې عموماً د کلسیم، اوسپنې، مسو، مالګې او نورو اړینو موادو له ترکیب څخه جوړېږي؛ حیواناتو لکه غوا، پسه، وزه، آس او نورو ته د ښې تغذیې لپاره ورکول کېږي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په کار بازار کې په مستقیمه بڼه په کارونو بوختېږي.
