د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی.
نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ننګرهار د تخنیکي زده کړو آمریت، د بټي کوټ ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې، د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ او په یاد ولایت کې یې د یو شمیر نورو تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت له نږدې ولیده او وڅیړه.
دغه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مالي او اداري چارې وڅیړلې، او هم ښاغلي مفتي فاضل د چارو د ښه والي لپاره چارواکو ته اړینې لارښوونې او مشورې ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې یاد پلاوي دمخه په ننګرهار ولایت کې د یو شمیر نورو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت له نږدې څیړلی.
