د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه
د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زدهکړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د باغ ډیزاین کولو په اړه اړین توضیحات ورکړل او هم یې د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې عملي زدهکړې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي او په سمه توګه د دندو ترسره کولو وړتیا پیدا کړي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د عملي زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
