د «حصه اول کوهستان» ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د واکسین د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه
د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د واکسینونو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.
دغهراز لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د الوتونکو د واکسین زرق کولو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
