د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د حیواني درملو د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه
د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حیواني درملو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.
دغهراز لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د حیواني درملو د زرق کولو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
