د نجراب کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د وایرنگ په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه
د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب کې د ویرنگ کولو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته په ودانۍ کې د صوتي او تصویري آیفون د تنظیم کولو په اړه هر اړخیز توضیحات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
