په تخار ولایت کې د برقي وسایلو د ترمیم لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو
په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو وایي چې د یاد ولایت د ځانګړو زده کړو په لیسه کې یې د برقي وسایلو د ترمیم لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل کړی.
په دې پروګرام کې یو شمیر حرفه آموز زده کوونکي ګډون لري، چې د درېیو میاشتو په موده کې به د برقي وسایلو د رغونې او ترمیم کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړي.
د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا؛ د دغه ښوونیز پروګرام د ترسره کولو موخه په هېواد کې د پوهې کچې لوړول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي.
دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې په عملي توګه پر دندو بوخت دي.
