د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي اونیزه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارپوه ښاغلي استاد حبیب الله حنیف غفوري په وینا او د دې ادارې د کارمندانو په ګډون ترسره شوه.
استاد حبیب الله حنیف غفوري په دې ښوونیز پروګرام کې د نن ورځې په نړۍ کې د پوهې او ټکنالوژۍ د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل؛ پوهه او ټکنالوژۍ د اسلام سپېڅلي دین له نظره لوړ او بنسټیز مقام لري. استاد غفوري دا هم زیاته کړه چې اسلام پوهه رڼا او ناپوهي تیاره ګڼي، او له همدې امله مسلمانان هڅوي ترڅو پوهه ترلاسه او ټکنالوژۍ په مثبت ډول وکاروي.
دغهراز استاد حبیب الله د دې پروګرام له ګډونوالو وغوښتل چې پرمختللو ټکنالوژیو ته د لاسرسۍ لپاره ډیرې هڅې وکړي او ځانونه پر عصری علومو او پرمختللو ټکنالوژیو اعیار کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه هره اونۍ د شنبه په ورځ ترسره کیږي، چې په یادې غونډه کې په بیلابیلو مذهبي، اخلاقي او ټولنیزو موضوعاتو بحث کیږي.