د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره تشویقي پروګرام ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په یوه نوښت سره د دې ادارې د کارمندانو لپاره تشویقي پروګرام ترسره کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس ښاغلي مفتي نجم الدین حقاني وویل چې د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د اصحاب کرام علیه سلام مبارک سیرت سره د کارمندانو لا زیاته بلدتیا ده.
په دې پروګرام کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د ژوند په اړه پوښتنې مطرح کړې او د کارمندانو له لوري پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
په ورته وخت کې، هغو کارمندانو ته چې پوښتنو ته یې سم ځوابونه وړاندې کړي وو، جایزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.