د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د برق څانګې زده کوونکو د یاد تخنیکي مرکز په ورکشاپ کې د عملي زده کړو په ترڅ کې برق په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې لیسې په ورکشاپ کې زده کوونکو د بیلابیلو بریښنایي موضوعات په عیني شکل د ورکشاپ اړوند ماشینونو په کارولو سره مشاهده، او د دې درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.
دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د برق ولتاژ او د برښنايي سیم کشۍ په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.