د میدان وردګو ولایت جلګې کثيرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د ساختمان د تهداب خط اندازۍ په اړه روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د یاد ولایت مربوطاتو کې د علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان د تهداب د خط اندازۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د ګونیا او لیول کارۍ ماشین په واسطه د بنسټ خط اندازۍ د طریقو او روشونو په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جذبيږي.