د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه جوړه شوه
د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه د انسټيټوټ، لیسې او لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو څخه د ۸۸ تنو د فراغت په مناسبت په یاد انسټيټوټ کې فراغت غونډه جوړه شوه.
په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو شمېر مسوولينو، سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او د فارغ شويو محصلینو والدينو هم برخه اخيستې وه.
د کابل ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر په دې مراسمو کې د وينا په ترڅ کې د یادې ادارې دلاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه توضیحات وړاندې کړل نوموړي وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د کار بازار له اړتيا سره سم مسلکي او ماهري کاري ځواک وروزي .
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او اسلامي نظام په بېلابېلو برخو کې متخصص او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.
نورو ويناوالو هم په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او له ځوانانو يې وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د ساتنۍ په موخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د دغه پروګرام په بله برخه کې د یاد ښوونیز مرکز فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.