د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو (۶) تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د حکومت د رسنیو په مرکز کې له د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
په دغو ادارو او بنسټونو کې د کورنیو چارو وزارت، د زندانونو چارو د سمون اداره، د علومو اکاډمۍ، اسلامي بانک او ملي بانک شامل دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه پروګرام په ترڅ کې د دغو تفاهم لیکونو د لاسلیک پر اهمیت خبرې وکړې.
محترم مولوي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره خلکو ته د ښه ژوند لپاره شرایط برابر کړي.
نوموړي په ورته وخت کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په اړه وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې محبوسینو ته د زده کړو ټولې زمينې برابروي.
له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د نورو تفاهم ليکونو په اړه هم توضیحات ورکړل او زياته يې کړه چې د علومو اکاډمۍ سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره به په هېواد کې د کاربردي علومو د څېړنو زمينه مساعده شي.
د یاد پروګرام په بله برخه کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.