د میدان وردګو ولایت جغټو کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت جغټو کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د دیارلسم(۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (انسټيټوټ دوره) کې د ادارې او مدیریت، هارتیکلچر، او اداره او تجارت په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ تعمیر نه لري او په یاد ولایت کې د معارف اړوند تعمیر کې په شپږو تدریسي او اداري خونو کې خپل ښوونیزې چارې پر مخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت جغتو کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکی، یو تن د جنسي او نقدي اموالو معتمد او یو تن شب باش پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاد انسټيټوټ (۴) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردګو ولایت جغټو کثیرالرشتوي انسټيټوټ درې (۳) څانګې (اداره او مدیریت، اداره او تجارت او هارتیکلچر) لري او (۸۳) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د یاد انسټيټوټ د محصلینو څخه یوازې (۵) تنه یې د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 یاده اداره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پروګرامونو په اساسي بڼه د پلي کولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.