د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ساختماني انجینرۍ، کمپیوتر ساینس، اداره او تجارت، ژورنالیزم او برق په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ دوه تعمیرونه لري چې یو یې تدریسي تعمیر او دویم یې د لیلیې تعمیر دی چې تدریسي تعمیر یې (۲۴) خونې او د لیلیې تعمیر (۱۲) خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۳۶) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۵) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي او یو تن د جنسي او نقدي اموالو معتمد پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۲۵) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ دوه (۵) څانګې (انجینرۍ، کمپیوتر ساینس، اداره او تجارت، ژورنالیزم او تعمیرات) لري او (۴۴۳) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

یاد انسټيټوټ (۴۴۳) تنه محصلین او متعلمین لري چې له دې جملې څځه هیڅ کوم محصل او متعلم د بدل اعاشې په لیست کې شامل ندي.

کمپیوټر لب :

یاد انسټیټیوټ د خپلو محصلینو د عملي زده کړو لپاره څلور بابه کمپیوټر لب او د برښنا څانګې  دوه بابه ورکشاپونه او یو ښوونیز دفتر لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 یاده اداره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پروګرامونو په اساسي بڼه د پلي کولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.