د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ساختماني انجینرۍ، او تعمیراتو په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ تدریسي ساختمان یا ودانۍ نلري او په کرايي تعمیر کې خپلې تدریسي او اداري چارې پر مخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۲) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ دوه (۲) څانګې (ساختماني انجینرۍ او تعمیرات) لري او (۱۰۱) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

یاد انسټيټوټ (۱۰۱) تنه محصلین لري چې له دې جملې څخه (۱۱) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.