د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې زده کوونکو ته د نیالګیو د پیوند کولو په اړه روزنه ورکړل شوه
د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ مسلکي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د نیالګیو د پیوند کولو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د پیوند د ډولونه، د پیوند کولو اړتیا وړ وسایلو او د پیوند کولو وخت په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.