د "حصه دوم کوهستان" انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د کاپيسا ولايت ن "حصه دوم کوهستان" انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلينو د جبل السراج اوبو(آبي) برق تولید فابريکه کې د بريښنا په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
لارښود استاد او دنوموړې فابریکې مسوولینو د درس په ترڅ کې محصلینو ته د برق، د برق توربینونو د جوړوښت او د برق د توربینونو د دندو په اړه په مفصل توګه معلومات وړاندې کړل.
محصلینو هم د عملي درسونو له زده کړې خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دوی لپاره د عملي زده کړو په زمینه کې لا زیاته توجه وکړي او نوموړو ته د لا زیاتو عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
