د نیمروز ولایت د زرنج نسوان کثیرالرشتوي لیسه

د نیمروز ولایت د زرنج نسوان کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۷ هجری لمریز کال کې تاسیس شوه، چې د لسم (۱۰) څخه تر دولسم(۱۲) ټولګي پورې د (لیسې په دوره) کې د اقتصاد او اداره او مدیریت په څانګه کې د زده کوونکو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه بربره کړې وه.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

دا لیسه شخصی ودانۍ نلري او په کرایی ودانۍ کې خپل اداري او ښوونیزې چارې پر مخ وړي چې د اوبو،بریښنا او سمسورې ساحې دردودونکې لیسه ده.

د جوړښت اړوند معلومات :

د نیمروز ولایت د زرنج نسوان کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۴) تنه رسمي کارکوونکي لري، چې (۱) تن استاد، (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاده لیسه (۱) تن استاد لري، چې د نارینه له طبقې څخه دی.

تحصیلي څانګې:

د نیمروز ولایت د زرنج نسوان کثیرالرشتوي لیسه یوه (۲) څانګې ( اقتصاد او اداره و مدیریت څانګې) لري چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې فعالیت نه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.