د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۴ هجری لمریز کال کې تاسیس شوه، چې د لسم (۱۰) څخه تر دولسم(۱۲) ټولګي پورې د (لیسې په دوره) کې د عمومي کرنې په څانګه کې د زده کوونکو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه بربروي.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

دا لیسه یوه پوړه ودانۍ لري چې د (۱۰) درسي او اداري خونو په درلودو خپل چارې پر مخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات :

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي، او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاده لیسه (۳) تنه استادان لري، چې ټول استادان یې د نارینه له طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه یوه (۱) څانګه ( عمومي کرنې څانګه) لري چې (۸۰) تنه زده کوونکي په یادې څانګې کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

دا لیسه (۸۰) تنه زده کوونکي لري، چې له دې زده کوونکو څخه یې هیڅ یو د بدل اعاشې په لست کې شامل نه دې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.