د خوست د تخنیکي او مسلکي آمریت او کابل سنټر ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین په یاد ولایت کې د کابل سنټر په نوم له یو ښوونیز بنسټ سره د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیکولو خبر ورکوي.
د ياد تفاهملیک پر بنسټ، محصلين کولاى شي په دې تعليمي بنسټ کې په ځانګړي تخفيف سره زده کړې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هڅه کوي چې له بنسټونو سره د ګډو همکاريو د تفاهم لیکونو په لاسليکولو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د زده کوونکو لپاره د پرمختللو زده کړو زمينه برابره کړي.