د دلارام ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه

د دلارام کرنې مسلکي لیسه چې د نمیروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې موقعیت لري، په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال کې تاسیس شوه چې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم(۱۲) تولګي پورې د (لیسې په دوره کې) د کرنې په برخه کې زده کوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیر بنایی) معلومات:

د دلارام واسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه د یوې کرايي ودانۍ په درلودو په ټوله کې (۳) درسي خونې، برښنا، اوبه او د عملي زده کړو لپاره ۸۰۰۰ متره سمسوره ساحه لري.

د جوړښت اړوند معلومات:

د دلارام واسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۵) تنه رسمي کارکوونکي او (۲) تنه غیر رسمي کارکوونکي لري، چې (۱) تن رسمي استاد، (۱) تن خدمتی استاد، (۱) تن حق الزحمه استاد، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي په کې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

نوموړې لیسه (۳) تنه استادان لري چې د نارینه له طبقې څخه دي.

تحصیلی څانګې :

د دلارام واسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه یوه څانګه (عمومي کرنه) لري چې (۳۶) تنه زده کوونکي په یادې څانګې کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د دلارام ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه (۳۶) تنه زده کوونکي لري چې له دې جملې څخه یې (۵) تنه د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.