د کاپیسا د کوهبند کرنې مسلکي انسټیټوټ

د  کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوی،  وروسته بیا په ۱۳۹۸ هجری لمریز کال کې د لیسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې او مدیریت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره وي.

اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

د یاد انسټيټوټ ودانۍ چې په اصل کې د کوهبند ولسوالۍ د معارف آمریت مربوط ودانۍ ده، دا ودانۍ (۵) درسي خونې او (۱) اداري خونه لري او د اوبو او همدارنګه سمسورې سیمي په امکاناتو سمبال انسټيټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات:

نوموړی انسټيټوټ په ټوله کې (7) تنه رسمي کارکوونکي او (۹) تنه حق الزحمه استادان لري.چې په رسمی کاکوونکو کې (2) تنه استادان، (2) تنه ادارې کارکوونکي او (3) تنه خدماتي کارکوونکي شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

د  کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ  (2) تنه رسمی استادان او (9) تنه حق الزحمه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه  له طبقې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (2) څانګې (عمومي کرنه، مدیریت د مجاهدین لپاره) لري. چې (152) تنه د عمومي کرنې په برخه کې او (25 ) تنه مجاهدین په مدیریت څانګه کې په مسلکي  او اداری زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د  کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب کتابتون لري.

بدل اعاشه:

 په نوموړی انسټيټوټ کې (177) تنه زده کوونکي او محصلین په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه یې (13) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.