د غور ولایت د مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د غور ولایت مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د ادارې او مدیریت، اداره و تجارت بانکدارۍ او کمپیوتر محاسبې په څانګو کې د (د لیسې او انسټيتوټ دورې) د لسم ټولګي څخه تر  څوارلسم ټولکي پورې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي (زیربنایي) معلومات

دا انسټيټوټ یوه درې (۳) پوړیزه ودانۍ نلري چې یاده ودانۍ (۱۸) درسي او اداري خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات

د غور ولایت د مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکونکي لري، چې (۲) تنه اداری کارکونکي (۳) تنه خدماتي کارکوونکي  او (۲) تنه استادان پکې شامل دي.

دجنسیت له مخی د استادانو په اړه عمومي معلومات :

یاد انسټيټوټ ( ۲) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې :

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې د (اداره او مدیریت، محاسبه، بانکدارۍ او اداره او تجارت) څانګې لري، چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال څخه راپدې خوا ښوونیز فعالیت نلري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.