د پکتیا ولایت د مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د پکتیا ولایت مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د ادارې او مدیریت او کمپیوتر ساینس په څانګو کې د (انسټيتوټ دورې) دیارلسم او څوارلسم ټولکي محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي (زیربنایي) معلومات

دا انسټيټوټ مستقله ودانۍ نلري او ځپل ښوونیزې چارې په کرایي وداني کې د پنځه درسي او اداري خونو په درلودو پر مخ وړي، او همدارنګه د برښنا، اوبو او سمسورې ساحې سمبال انسټیټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات

د پکتیا ولایت د مرکز اړوند نسوان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۹) تنه رسمي کارکونکي لري، چې (۳) تنه اداری کارکونکي (۲) تنه خدماتي کارکوونکي  او (۴) تنه استادان پکې شامل دي.

دجنسیت له مخی د استادانو په اړه عمومي معلومات :

یاد انسټيټوټ ( ۴) تنه استادان لري چې (۱) تن یې نارینه او (۳) تنه نورې یې له ښځينه ټول طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې :

د پکتیا ولایت د مرکز اړوند نسوان کثیالرشتوي انسټيټوټ (۲) څانګې د (اداره او مدیریت او کمپیوټر ساینس) څانګې لري چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال څخه راپدې خوا ښوونیز فعالیت نلري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.