دتخار ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ

د تخار ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د برښنا، ساختمان، د موټر ترمیم، ماشین افزار، ډیټابیس، شبکه، خیاطۍ او استاد شاګردۍ په برخو کې د لسم څخه تر څوارلسم ټولکي پورې زده کوونکوو او محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

دا انسټيټوټ خپل ښوونیزې چارې د تالقان ښار د ښوونکو د تربیې په په وداني کې پر مخ وړي، چی د (۸) درسي او اداري خونې په درلودو او همدارنګه د برښنا، اوبو او سمسورې ساحې سمبال انسټیټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات:

د تخار ولایت د مرکزاړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ ټوله کې (۱۱) کارکونکي لري، چې (۴) تنه اداری کارکونکي (۲) تنه خدماتي کارکوونکي  او (۵) تنه استادان پکې شامل دي.

دجنسیت له مخی د استادانو په اړه عمومي معلومات :

یاد انسټيټوټ ( ۵) تنه استادان لري چې ټول له نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې :

د تخار ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ (۸) څانګې  چې د (برښنا، ساختمان، ماشینري، ډيټابیس، شبکه،موټر ترمیم او استاد شاګرۍ) څانګې پکې شتون لري او (۳۱۸) تنه محصلین په ذکر شویو څانګو کې په تخنیکي اومسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوترلب او ورکشاپ: دا انسټيټوټ یو باب کمپیوټرلب او دوه بابه ورکشاپونه در بريښنا او موټر ترمیم په برخه کې لري چې د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې ور څخه کار اخیستل کېږي.

بدل اعاشه:

د تخار ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ  (۲۲۸)زده کوونکي او زده کړیالان لري چې له دې جملې څخه (۴۶) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د خپلو تخنیکي او مسلکي زده کړو له لارې د هېوادوالو لپاره د دکار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.