د بدخشان ولایت د شهر بزرگ(لوی ښار) ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د بدخشان ولایت د شهر بزرګ (لوی ښار) ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې شوه، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکيو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي (زیر بنایي) معلومات:

دا لېسه خپلواکه ودانۍ نلري او په کرايي ودانۍ کې خپل اداري او تدریسي چارې په مخ وړي او (۸) درسي او اداري خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات:

د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ( لوی ښار) ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري چې (۱) تن ښوونکی، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي نوموړې لیسه (۲) تنه حق الزحمه استادان هم لري .

د جنسیت له مخې د استادانو عمومي معلومات:

یاده لېسه (۳) تنه رسمي او حق الزحمه استادان لري، چې له نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دبدخشان ولایت د شهر بزرګ ( لوی ښار) ولسوالۍ  کثیرالرشتوي لېسه  (۱) څانګه (عمومي کرنې) لري او ۸۱ تنه زده کوونکي په یادو برخو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

دغه لېسه (۸۱) تنه زده کوونکي لري چې له دې جملې څخه (۸) تنه یې د بدل اعاشې په لېست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.