دبدخشان ولایت د ارګوې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د بدخشان ولایت د ارګوې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې تاسیس شوه، چې د (عمومي کرنې) په برخه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولګي (د لیسې دورې) زده کوونکو ته تخنیکي او مسلکي روزنه وړاندې کوي.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

یاده لېسه دولتي ځمکه او تعمیر نلري او خپل ټول ښوونيز فعاليتونه په يوه کرايي ودانۍ کې په (٦) درسي خونو او دفترونو کې پرمخ وړي.

د تشکیل اړوند معلومات:

د بدخشان ولایت د ارګوې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه د (۳) ښوونکو، (۲) اداري کارمندانو او (۲) خدماتي کارمندانو په ګډون په ټوله کې (۷) تنه رسمي کارکوونکي لري، همدارنګه یاده لیسه یو تن حق الزحمه ښوونکی هم لري .

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک :

دغه لېسه (۴) تنه رسمي او حق الزحمه ښوونکي لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دبدخشان ولايت د ارګوې ولسوالۍ کثيرالرشتوى ليسه (١) د کرنې عمومي څانګه لري، چې ۸۱ تنه زده کوونکي په دې برخه کې په تخنيکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

دغه لېسه (۸۱) تنه زده کوونکي لري، چې له دې جملې څخه (۸) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د خپلو تخنیکي او مسلکي زده کړو له لارې د هېوادوالو لپاره د دکار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.