د لابراتواري آزمایشاتو په اړه د قیصار کرنې انسټیټیوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته په مایکروسکوپ کې د لابراتواري آزمایشاتود تطبیق په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د مایکروسکوپ کارولو څرنګوالی تشریح او په دې برخه کې یې د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغینو لپاره لارهواروي تر څو په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي .
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د دې ادارې په تعليمي مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.