د کاپيسا د کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو ته د شاتو مچيو د پالنې په اړه د عملي زده کړو بهیر

د کاپيسا ولايت د کثيرالرشتوي انسټيټوټ د عمومي کرنې څانګې زده کوونکو ته د مچيو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پاللو د څرنګوالي په اړه په مفصل توګه توضیحات وړاندې کړل.
د تخنيکي او مسلکی زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي دي، ترڅو د دغو مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.