د موسهي مسلکي لیسې زده کوونکو ته د مرغ دارۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د کابل ولایت د موسهي مسلکي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د چورګوړو ایستلو (چوچهکشۍ) ماشین په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د چرګانو د مصنوعی چوچه کشۍ د طریقې په اړه زده کوونکو ته هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د دې روزنیزو مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.