یو چینايي شرکت په افغانستان کې د تخنیکي زده کړو مرکزونه جوړوي

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د خپل کاري دفتر کې د "ينګکي" په نوم چينايي شرکت له يوه پلاوي سره لیدنه وکړه.
دغه پلاوی له چین څخه د «ینګکي» شرکت په استازیتوب افغانستان ته راغلی او غواړي په دغه هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.
دوی تر دې مخکې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره ناسته درلوده.
د دې دورې غونډې محور د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د تفاهم لیک نهايي کول او همدارنګه په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د جوړولو د پروژې پیل دی.
د دې تر څنګ یاد شرکت په پام کې لري چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو او چين ته د محصلينو د لېږد په برخه کې هم همکاري وکړي.
په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست له دې ادارې سره د بنسټونو او موسسو د همکاريو هرکلى وکړ.
د ښآغلي مولوي شهامت لخوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژۍ رئيس ته دنده وسپارل شوه تر څو د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ له یاد شرکت سره د تفاهم لیک د لاسلیک زمینه برابره کړي.