د مجاهدینو د روزنې په اړه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره آنلاین ناسته جوړه شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې آنلاين غونډه د یادې ادارې د متعلمینو او محصلانو چارو رئيس ښاغلي مفتي سيد احسان الله قاسمي په مشرۍ د ولايتونو له تخنيکي آمرینو سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې په ولایتونو کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پر وضعیت خبرې وشوې.
د ولایتونو تخنیکي آمرینو په دې برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې.
په همدې حال کې د متعلمینو او محصلانو چارو رئيس په دې غونډه کې وويل، چې د مجاهدينو د زده کړو بهير بايد هغې طرحې پر بنسټ پلي شي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا چمتو او د ریاست الوزرا د مقام له خوا منظور شوې ده.
دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې اوس محال د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام لري.