د اکاډمیکو چارو د انسجام بورد جلسه جوړه شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد جلسه د ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په ریاست سره ترسره شوه.
د دغه ناستې په پیل کې، د اکاډمیک بورد تېرې پرېکړې و ارزول شوې، اړونده مسؤلینو له خپلو کړنو راپورونه ورکړل.
همدارنګه په ننۍ جلسه کې، د نیما، اداره او حسابداري، او تخصص بشپړولو انسټیټوټونو په هکله بحث وشو.
د تخنیکي او مسلکي چارو اړونده موضوعاتو په هکله هم په دغه ناسته کې خبرې وشوې، او جلسه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.