د ننګرهار د تخنیکي زده کړو مسؤلینو ته د ارشاد او دعوت پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره یوه ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټونو کې د ارشاد او دعوت چارو د پرمختللو په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال او د ارشاد او دعوت رئیس په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارکوونکي او زده کړیالان باید د وطن پالننې او اسلامي عقیدې په روحیه تربیه شي.
نوموړو زیاته کړه چې زده کړیالان او کارکوونکي مکلف دي ترڅو خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.