د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوى کندهار ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ولایتي سفرونو په لړ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.
دوی د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې وضعیت وڅېړه او د دغه ښوونیز مرکز ټول اسناد باندې یې هم بیاکتنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د سفر لړۍ له میدان وردګو ولایت څخه پیل او دا مهال په کندهار ولایت کې دي.
د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت څېړنه او د ستونزو حل څرنګوالي یاد شوی دی.