د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو آزموینې پيل شوې
په ګرمسیرو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو آزموینې نن چهارشنبه پیل شوې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د متعلمینو او محصلینو چارو رئيس سيد احسان الله قاسمي په وينا، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ښوونیزو مرکزونو آزموينې د لیندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې او د همدغې مياشتې تر پايه به دوام وکړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې له ۳۷۰ ډېر ښوونیز مرکزونه لري، چې د لېسې او انستیتیوت دورې پکې شامل دي.