د میدان وردګو د چک ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ ترمیم شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ تدریسي ودانۍ د یاد انسټیټوټ د کارکوونکو په مالي مرسته ترمیم شوه.
د انسټیټوټ شاوخوا دیوالونه، د جومات شریف او د چک د کثیرالرشتوي انسټیټوټ تدریسي ودانۍ د یاد انسټیټوټ د کارکوونکو له خوا ترمیم او رنګمالي شوه.
دغه راز د یاد انسټیټوټ چت چې ٦٥٠ متر مربع مساحت لري کانکريټ شوى دى.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دغه انسټیټوټ د کارکوونکو دغه بې ساری اقدام ستايي.