د فرزې ولسوالۍ د کرنې د مسلکي لېسې د زده کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول
![فرزه](/sites/default/files/2023-08/frzh.jpg)
د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې څه باندې ۲۰ تنو فارغانو د فراغت مراسم د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
په دغه غونډه کې ویناوالو په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دغه برنامه فارغانو ته د تقدیرنامو په ویشلو سره پای ته ورسید.