د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍکثیرالرشتوي‌ لیسه

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې عمومي کرنې او ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسې ودانۍ (۸) درسي او همدارنگه (۱) ادارې خونه لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنه او اداره او تجارت) لري، چې (۳۸) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۳۸) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.