د لغمان د قرغه یې کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه ۳۰ تنه فارغ شول
د لغمان ولایت د قرغه یو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه څه باندې ۳۰ تنو د فراغت مراسم ترسره شول.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مفتي ذبيح الله حقاني وايي، دغه زده کوونکي د کرنې په څانګه کې د لیسې او انسټیټوټ له دورو څخه فارغ شوي دي.
د حقاني په وينا، د قرغه يو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې تر ۲۰۰ ډېر زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.