د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د اقتصاد، اداره او تجارت او  کمپیوټر ساینس په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:  د جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ ( ۳۰) درسي او اداري خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۱) تن استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱) تن نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (اقتصاد، اداره او تجارت او کمپیوټر ساینس) لري، چې (۱۴۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د جبل السراج ولسوالۍ ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۴۹) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.