د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له روزنیزې دورې څخه د کندهار د جهادي مدرسې څه باندې ۲۰۰ تنه طلاب فارغ شول
د کندهار د جهادي مدرسې څه باندې ۲۰۰ تنه طلاب د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا جوړ شوي روزنیزې دورې څخه فارغ شول.
په دغه روزنیزه دوره کې دوی د کمپیوټر او اداري مهارتونه زده کړل.
د کندهار د جهادي مدرسې طلاب دغه روزنيزه دوره ګټور وباله او د دوام غوښتنه يې وکړه.
د کندهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې هم په دغه یاد کې د مجاهدينو او نويو ګمارل شويو کارکوونکو لپاره څو روزنيزې دورې په لاره اچولی وی.