د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ په ۱۳۸۸ هجري لمريز کال کې د کرنې لېسې په نوم تأسیس، چې وروسته بیا په ۱۳۹۳ هجری لمریز کال کې انسټیټوټ ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې او وترنرۍ په څانګو کې د دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: 

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۱۴) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنگه شنه ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۰) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۱۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټیټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او وترنرې) لري. چې (۷۶) زده کړیالان په دغو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات او تولیدات:

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ یو مجهز کمپیوټر لب، کتابتون، ټراکټور، تجربوی فارم ورکشاپ هم لري. او همدارنګه د رُب، مربا او پنیر د تهیه کولو په برخه کې اوهمدارنګه د وترنرۍ په برخه کې د حیواناتو لپاره د کمپوست جوړولو، سایلج او یوریاترتمنت تولیدات هم لري.

بدل اعاشه:

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې (۷۶) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۱) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.