د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لېسه

د کنړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لېسه په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال کې تأسیس شوی، چې نقلیه وسایط او برښنا په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لیسې ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لیسه په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لیسه کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۲) څانګې (نقلیه وسایط او برښنا) لري. چې (۴۰) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لیسه د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه:

د څوکۍ ولسوالۍ تخنیکي لیسه کې (۴۰) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.