د انځورونو په ژبه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کلنۍ ازموینو بهیر
په ولایتونو او سړو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کلنۍ آزموینې د اخیستلو بهیر روان دی.
تر دې دمه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د يو شمېر مرکزونو آزموينې هم بشپړې شوې دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ولايتي چارواکي وايي، چې دغه ازموينې تر څارنې او روڼتیا لاندې ترسره کېږي.