د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د یادې ادارې د مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.
د دې غونډې په پيل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او موظف شوی ریاستونو د هغې د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.
د خدماتو او املاکو رئيس مفتي سيد محسن سادات د ياد ادارې د اجناسو موجودۍ په اړه، چې د غونډې له تېرو پرېکړو څخه و، خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه پرېکړه په بشپړه توګه عملي شوې او مشرتابه پلاوي ته يې راپور ورکړى دى.
په پاى کې د ادارې د مشرتابه او مرستيالانو د غونډو د تنظيم په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
په دې ناسته کې د هغو استادانو ستونزې چې د هېواد څخه د باندې په بورسونو تللي چې په انلاین ډول یې په ټولګیو کې ګډون کړی او اوس په وروستي پړاو کې، لازمه ده چې په حضوري ډول ګډون وکړي. خو د ویزې له ننګونې سره مخ دي.
په دې برخه کې د غونډې د پرېکړې له مخې، د پلان ریاست موظف شو چې د ویزې د ترلاسه کولو په اړه د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړي او همدارنګه د تعلیمی او تحصیلی چارو ریاست د هغه استادانو چې بورسونو کې دي د هغوي درسی مکلفیتونو ته بیا کتنه وکړي.
د غونډې په پای کې د احصایې او معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت د انټرنټ د غوره کارولو په اړه لارښود وړاندې کړې او د هغې په ګټو یې خبرې وکړې.