د کابل د انرژۍ او اوبو په انسټیټوټ کې د برښنا د سپما په اړه سیمینار ترسره شو
د برښنا د زیات مصرف د مخنیوي په موخه د کابل د انرژۍ او اوبو په انسټیټوټ کې د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د برښنا شرکت له خوا جوړ شوی و چې د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ اداري کارکوونکو، استادانو او زده کړیالانو پکې ګډون کړی و.
د برښنا شرکت کارکوونکو د سیمینار ګډونوالو ته د برښنا د اړتیا پرته مصرف کولو د مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
