د لغمان د کرنې او وترنری انسټیټوټ زده کړیالانو ته د چرګانو تنفسی او هضمی سیسټمونه تدریس شول

د لغمان د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ استادانو د عملي زده کړو په ترڅ کې د چرګانو تنفسي او هضمي سیسټمونه تدریس کړل.
د دې روزنې په ترڅ کې، زده کړیالانو د یادې موضوع په اړه اړین معلومات او عامه پوهاوی ترلاسه کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. د ترڅو د یادو مرکزونو زده کړیالان له یادو مرکزونو څخه تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.