د کندهار ولایت شاه وليکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي پورې  (لېسې) دوره کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه ودانۍ ( ۴) درسي او اداري خونې لري، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۱۰۴) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.